دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۰
د مطلب کود : 185006
د هرات د کهسان په مربوطاتو کې ۳۷ تاریخې اثار موندل شوي
د هرات د کهسان ولسوالۍ په مربوطاتو کې اووه دیرش تاریخې اثار موندل شوي چې زرګونه کلونه قدامت لري.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کلتوري څانګي امر جاوېد ضرغام ته وویل چې دغه آثار تر اسلام دمخه او تر اسلام را وروسته وختونو پورې اړوند دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم ویلي چې دغه اثار څو زره کلن قدامت لري.
دغه اثار د کهسان ولسوالۍ د یوه بزګر له‌خوا د کرنې پر مهال وموندل شول او د هرات والي ته وسپارل شول.
په‌دې اثارو کې ډبرین او خټین لوښي هم شامل دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxtdyvw6dcxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته