دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 185039
ایراني او چیني چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې
د افغانستان په چارو کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي ا ستازي، دنګ شیجون تېره ورځ(دوشنبې د غويي په ۲۳مه نېټه) تهران کې له ایراني چارواکو سره د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې کړې دي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، سیدعباس عراقچي په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمې د هېوادونو پر مرستې ټینګار کړی دی.
د راپورونو له مخې دواړو لورو په افغانستان کې د سولې پر ارزښت او همداراز په دې لاره کې پر مرستو ټینګار کړی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfsb89rhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته