کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایراني او چیني چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 ثور 1398 ساعت 11:54

د افغانستان په چارو کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي ا ستازي، دنګ شیجون تېره ورځ(دوشنبې د غويي په ۲۳مه نېټه) تهران کې له ایراني چارواکو سره د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې کړې دي.


د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، سیدعباس عراقچي په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمې د هېوادونو پر مرستې ټینګار کړی دی.
د راپورونو له مخې دواړو لورو په افغانستان کې د سولې پر ارزښت او همداراز په دې لاره کې پر مرستو ټینګار کړی دی.
 


د مطلب کود: 185039

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185039/ایراني-او-چیني-چارواکو-د-افغانستان-په-اړه-خبرې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com