دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 185041
تېرو ۴ میاشتو کې افغاستان کې ۹۹ روغتیايي مرکزونه تړل شوي ـ WHO
د روغتیا نړیوال سازمان «WHO»وایي، د روان ۲۰۱۹ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې پر روغتیايي تاسیساتو د بریدونو ۵۱ پېښې ثبت کړي دي.
دغه سازمان پرون ناوخته په یو بیان کې ویلي، چې دغه پېښې د جګړې د ښکېلو خواو لخوا د افغانستان د ۱۶ ولایتونو په ۳۸ ولسوالیو کې رامنځته شوي دي.
بیان زیاتوي چې د دغه بریدونو له امله ۱۱۴ روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي، ۳ په بشپړه توګه ویجاړ شوي، ۸ اغېزمن شوي او ۹۹ نور تړل شوي دي او ۲۸ روغتیا پالان یې هم اغېزمن کړي دي.
 
 
د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې پر روغتیايي تاسیساتو تر ټولو زیات بریدونه د روان ۲۰۱۹ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې تر سره شوي چې له امله یې ګڼ افغانان له روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې شوي دي.
دغه سازمان پر داسې مهال پر روغتیايي تاسیساتو د بریدونو د زیاتېدو خبر ورکوي چې د نورستان چارواکو تېره جمعه په دغو ولایت کې د طالبانو لخوا د ۱۲ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبر ورکړ.
«WHO»د جګړې د ښکېلو خواو لخوا د روغتیايي تاسیساتو په نښه کول له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه بللې ده او له هغوی څخه غوښتې چې یاد مرکزونه خپل هدف ونه ګرځوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار امریکا غږ ته وویل، چې په دې اړه به وروسته خپل نظر څرګند کړي.
پر همدې مهال په افغانستان کې د بشردوستانه ژغورني پرمختیايي موسسې مشر ډاکټر فیض محمد عاطف هم امریکا غږ سره مرکه وویل، چې روانې جګړې په لیري پرتو سیمو کې روغتیايي فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه وویل:"دا څه رشتیا دي، جګړو اوس بیا زور اخیستی دی،لکه کندز، ارزګان، هلمند او غزني کې، تېر کال د مقر او قره باغ شفاخانې په راکټونو ولګېدې، موږ هم د روغتیا نړیوال سازمان خبر تائیدو چې دا ستونزې روغتیا پلانو ته هم زیات دي او عامو وګړو ته زموږ د خدماتو رسول هم زیامنوي."
نوموړي د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو څخه وغوښتل چې روغتیايي تاسیسات خپل هدف ونه ګرځوي.
په افغانستان کې پر روغتیايي مرکزونو د بریدونو د زیاتېدو راپور پر داسې مهال ورکول کېږي چې لا هم ګڼ شمېر افغانان د معیاري روغتیايي اسانتیاو څخه بې برخې دي.
سرچينه : صدای امریکا
https://avapress.com/vdceen8zzjh8v7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته