د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د ټاپې پروژې له اجراییوي رییس محمد مراد امانوف او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه اویزوف سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
د ټاپي پروژې چارې به ډېر ژر پیل شي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 ثور 1398 ساعت 13:08
د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د ټاپې پروژې له اجراییوي رییس محمد مراد امانوف او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه اویزوف سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
دواړو لوریو د ټاپي پروژې د عملي کارونو د پیل، د پروژې د امنیتي ارزیابۍ او د امنیت د تامین په اړه خبرې وکړې. د ملي امنیت سلاکار د دې پروژې د امنیت د تامین په اړه ډاډ ورکړ او هیله مندي یې وښوده چې د ټاپي پروژې عملي چارې دې ژر پیل شي.
د ټاپي پروژې اجراییه رییس امانوف وویل چې له امنیتي ارزیابۍ وروسته به ډېر ژر د پروژې ساختماني چارې پیل شي.هغه د افغانستان د حکومت له همکارۍ او همدا راز د ټاپي پروژې د امنیتي تدابیرو د تامین قدر داني وکړ
د مطلب کود: 185045