دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 185056
بلوچستان:کویټه کې یوې چاودنې ۹ پاکستاني پولیس وژل شوی دی
د بلوچستان په مرکزي ښار کویټه کې د دوشنبې، په ماسخوتن په بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۹ پولیس وژل شوي او ١٠ نور کسان ژوبل شوي هم وو.


د کوټې د پولیس یو لوړ رتبه افسر عبدالرزاق چیمه  ویلي وو چې چاودیدونکي توکي د یو موټرسایکل پورې تړل شوي وو او د ریموټ کنټرول په زریعه د پولیسو موټر ته نژدې یې چاودنه کړې ده

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني د یادې چاودنې پړه منلې ده

په تیرو دوو ورځو کې په بلوچستان ایالت کې دا دویمه حمله وه.

د یادونې وړ ده د خالي، شنبې، په ورځ وسله والو کسانو په گوادر کې په یو هوټل وسله وال برید کړی وو چې په نتیجه کې یې د هوټل د څلورو کارکونکو او د سمندري پوځ د یو عسکر په شمول پنځه کسان وژلي وو.
https://avapress.com/vdcammn6i49naw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته