د بلوچستان په مرکزي ښار کویټه کې د دوشنبې، په ماسخوتن په بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۹ پولیس وژل شوي او ١٠ نور کسان ژوبل شوي هم وو.
بلوچستان:کویټه کې یوې چاودنې ۹ پاکستاني پولیس وژل شوی دی
24 ثور 1398 ساعت 14:36
د بلوچستان په مرکزي ښار کویټه کې د دوشنبې، په ماسخوتن په بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۹ پولیس وژل شوي او ١٠ نور کسان ژوبل شوي هم وو.
د کوټې د پولیس یو لوړ رتبه افسر عبدالرزاق چیمه ویلي وو چې چاودیدونکي توکي د یو موټرسایکل پورې تړل شوي وو او د ریموټ کنټرول په زریعه د پولیسو موټر ته نژدې یې چاودنه کړې ده
د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني د یادې چاودنې پړه منلې ده
په تیرو دوو ورځو کې په بلوچستان ایالت کې دا دویمه حمله وه.
د یادونې وړ ده د خالي، شنبې، په ورځ وسله والو کسانو په گوادر کې په یو هوټل وسله وال برید کړی وو چې په نتیجه کې یې د هوټل د څلورو کارکونکو او د سمندري پوځ د یو عسکر په شمول پنځه کسان وژلي وو.
د مطلب کود: 185056