کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په څلور ولایتونو کې د طالبانو سخت تلفات د ۱۰۰ څخه ډیر ژوبل شوی

24 ثور 1398 ساعت 14:45

ملی دفاع وزارت اعلام کړ چی د هیواد امنیتی ځواکونو مشترک عملیات کې د هیواد په څلورو ولایتونو کې ۱۱۴ تنه د طالبانو ځواکونه وژل شوی او ټپیان شوی دی.



د آوا په ګزارش  سره، دا تلفات طالبانو ته په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په میدان وردک، فراه، ارزګان او کندهار کې اوښتی دی.
د دفاع وزارت معلوماتو په اساس، د ملی اردو کماندو ځواکونو خاص مشترک عملیات په ترڅ کې د میدان وردک ولایت سید آباد ولسوالی سیاه چوب کلۍ کې، ۲۰ عراده موترسایکل کشف شوی او له منځه وړل شوی او ۲ تنه مشکوک کسان هم نیول شوی دی.
همدارنګه د هیواد امنیتی او دفاعی ځواکونو چاڼییز عملیات په ترڅ کې د فراه ولایت پشت رود ولسوالی کې، ۱۶ تنه طالب تروریستان وژل شوی او ۲۱ تنه نور ټپیان شوی دی.
سرچینه زیاتوی چی د هیواد امنیتی او دفاعی ځواکونو چاڼییز عملیات په ترڅ کې د ارزګان ولایت چوره ولسوالی کې، ۲۶ تنه طالبان وژل شوی او ۳۷ تنه نور ټپیان شوی دی.
په همدی حال کې د ملی اردو خاص ځواکونو عملیات په ترڅ کې د کندهار ولایت میوند ولسوالی کې ۱۱ تنه طالبانو وژل شوی، ۳ تنه ټپیان شوی دی او ۲ پټنځایونه او هغوی یو میل زیکویک هم له منځه وړل شوی دی.
 


د مطلب کود: 185057

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185057/په-څلور-ولایتونو-کې-د-طالبانو-سخت-تلفات-۱۰۰-څخه-ډیر-ژوبل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com