د افغان ولسمشر ویاید هارون چغانسوري، د یو شمېر هغو کاندانو طرحه چې د سرپرست حکومت د رامنځته کیدو غوښتنه یې کړې، د افغانستاان له اساسي قانون او نظام سره په ټکر کې بولي.
نوموړي پر خپله تویټر پاڼه لیکلي،” نور هر ډول ترتیبات په اصطلاح ” سرپرست حکومت“ د اساسي قانون او د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام خلاف دي او د ځینو نوماندانو له لوري مطرح شوي میکانیزمونه هیڅ قانوني اساس نه لري”.
ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ په داسي حال کې غبرګون ښي چې چې نن سې شنبه د «غوايي پر ۲۴مه»د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو ۱۱ کسیزې شورا یو ځل بیا د جوزا میاشتې تر لومړۍ نېټې وروسته د «سرپرست حکومت» رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)