د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ وایي، د اساسي قانون د تفسیر یوازینۍ مرجع ستره محکمه ده، اشخاص او احزاب په خپل میل د قانون تفسېر نشي کولای.
ارګ:د قانون د تفسیر یوازینۍ مرجع ستره محکمه ده، اشخاص او احزاب په خپله خوښه قانون نشي تفسیر ولی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 ثور 1398 ساعت 15:27
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ وایي، د اساسي قانون د تفسیر یوازینۍ مرجع ستره محکمه ده، اشخاص او احزاب په خپل میل د قانون تفسېر نشي کولای.
د افغان ولسمشر ویاید هارون چغانسوري، د یو شمېر هغو کاندانو طرحه چې د سرپرست حکومت د رامنځته کیدو غوښتنه یې کړې، د افغانستاان له اساسي قانون او نظام سره په ټکر کې بولي.
نوموړي پر خپله تویټر پاڼه لیکلي،” نور هر ډول ترتیبات په اصطلاح ” سرپرست حکومت“ د اساسي قانون او د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام خلاف دي او د ځینو نوماندانو له لوري مطرح شوي میکانیزمونه هیڅ قانوني اساس نه لري”.
ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ په داسي حال کې غبرګون ښي چې چې نن سې شنبه د «غوايي پر ۲۴مه»د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو ۱۱ کسیزې شورا یو ځل بیا د جوزا میاشتې تر لومړۍ نېټې وروسته د «سرپرست حکومت» رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.
د مطلب کود: 185063