کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کوچیانو بحران او یو قومی لوی جګړی رامنځته کیدو خطر

24 ثور 1398 ساعت 15:32



 
محمد محقق؛ اجرایی ریاست دوهم معاون مرکزی سیمو باندی کوچیانو او طالبانو بریدونو په غبرګون ویلی دی چی هغوی ښاغلی غنی په تشویق داسی اقدام ترسره کړی دی.
د ګزارشونو په اساس دوه شپی مخکې(۲۱ او ۲۲ ثور) طالبان او کوچیان بهسود دوهمه حصه باندی برید او خلګو ځواکونو ته تلفات اړولی دی.
اجرایی ریاست دوهم معاون ویلی چی طالبان مسلح کسان د کوچیانو څخه به ملاتړ دا بریدونه ترسره کړی دی.
رییس جمهوری تیره اونۍ د کوچیانو قوم مشرانو سره په لیدنه کې ویلی وو چی علفچران د ۲۰ نسلونو لپاره کوچیانو ته ساتی.
ښاغلی محقق ویلی دی چی د ښاغلی غنی دا اظهارات تحریک آةیز او هغوی هڅوی د هزاره ګانو سره بین القومی جګړی ته ووځی.
هغه د کوچی او ده نشین منازعه بحث څخه د یو ناسور زخم په حیث یادونه کړی او ویلی دی چی ښاغلی غنی تیرو ریاست جمهوری ټاکنو کمپاین په جریان کې وعده ورکړی وو چی هزاره نشینه مرکزی سیمو باندی د مسلح کوچانو هجوم مخه نیسی.
هغه څه چی د ښاغلی محقق له لوری ټینګار ورباندی شوی دی، یو سیاسی ساده موضع ګیری نه دی. کوچی ګری او تبعات یی، عملآ ملی امنیت او ټولنیز ثبات ګواښی.
کوچیانو او طالبانو ائتلاف هم نوی پيښی دی چی دا بحران ته تازه لمن ورکوی او هیواد کې قومی جګړی رامنځته کیدو خطر ډیروی.
دا په داسی حال کې دی چی افغانستان اوسنۍ سختو شرایطو کې، یو پراخ بحران رامنځته کیدو تحمل نه لری.
بناپردی، دولت نه یواځی جاری بحرانونو سره مبارزی مسؤول دی؛ بلکه د هر ډول نوی بحران رامنځته کیدو مخه باید ونیسی او اجازه ورنه کړی چی هیواد کې جاری مرګونۍ سناریو باندی نوی خونړیزه پرده زیاته شی.
له بل لوری، اوس چی اشرف غنی قدرت پرسر دی او هغه قومی لحاظه یو کوچی حسابیږی، د دولت مسؤولیت د کوچیانو بحران مهار لپاره څو برابر شوی دی. ښاغلی غنی په دی سخت آزموینه کې باید شکاره کړی چی افغانستان ټول خلګو ولسمشر دی نه یواځی کوچیانو.
که څه هم ښاغلی غنی حتی که د افغانستان مادام العمر ولسمشر هم وی، نه شی کولای تر نورو ۲۰ نسلونو پوری خپل حیات ته ادامه ورکړی ترڅو هغه چراګاوی چی هغه سلف عبدالرحمان په زور او ظلم سره د هزاره ګانو او شیعیانو څخه نیولی او مهاجم کوچیانو ته ورکړی، وساتی؛ خو دا لوی شعار شیعه او هزاره وو خلګو ټاکنیز وعدو سره په شکاره توګه په تقابل کې دی.
له بل لوری، حکومت معنادار چوپتیا د طالبانو او مسلح کوچیانو ائتلاف په وړاندی د بهسود خلګو په وړاندی، نه یواځی د خلګو عدالتخواهانه مسؤولانه رسیدګی او ټولنیز بحرانونو سره مبارزی لپاره دولت قانونی مسؤولیت سره هملاری نه دی؛ بلکه د طالبانو او کوچیانو مرګونۍ اقدام سره یو قومی ټول عیار جګړی رامنځته کیدو خطر ډیر شوی او د دولت دا ډول تګلاره وضعیت نور هم خرابوی او قومی نښتی وخت نور هم نږدی کوی.
بناپردی، حکومت او دولت مجموعه لاندی نور نهادونه باید کلونه مخکې د نن څخه، قوانینو تصویب، تدابیر اتخاذ، حایل سیمو رامنځته کیدو، کوچیانو حریم او حدود دقیق تعریف او... د قومی مرګونۍ نښتو مخه نیولی وای؛ خو دا اقدام د هر دلیل په اساس چی وی نه دی صورت نیولی او هر ځل د فاجعه وروسته، حکومت او یو ډول مطقعی او تشریفاتی سیاستونو اعمال سره او غیری عملی وعدو ورکولو سره هڅه کړی دی چی معترضان آرام کړی. بناپردی، کوچی ګری بحران د خاکستر لاندی اور په حیث، همدا ډول هیواد ساکن اقوامو ټولنیز همګرایی او ملی وحدت او ثبات او امنیت ګواښی.
 


د مطلب کود: 185065

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185065/کوچیانو-بحران-او-یو-قومی-لوی-جګړی-رامنځته-کیدو-خطر

آوا
  https://www.avapress.com