دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۹
د مطلب کود : 185066
د تخار ولایت د ۱۴۰ کیلومتره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شو
ترانسپورت وزارت له یوه ترکي شرکت سره د تخار ولایت د ۱۴۰ کیلومتره سړک د بیا رغونې تړون لاسلیک کړ.

ترانسپورت وزارت د دوشنبې پر ورځ( د غویی ۲۴) د کابل غزني د دوه یم سړک او د تخار ولایت د کوکچې تر غاړې د ۱۴۰ کیلومتره سړک د بیارغونې تړون له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړ.
چارواکو ویلي، چې پر دغو پرو ژو 1.9میلیارد افغانۍ لګښت راځي او ۳ میلیارد نورې افغانۍ به د تخار ولایت پر ترانسپورتي بېخبناوو ولګول شي.
د ترانسپورت وزیر یما یاري ویلي؛ مونږ په تخار ولایت کې پر دغو پروژو 1.9 میلیارد افغانی لګوو، چې له پلي کیدو سره به یې خلکو ته د لیږد رالیږد آسانتیاوې رامنځته شي.
په ولسي جرګه کې د تخار استازيو ویلي، چې د کوکچې ترغاړې سړک ډېر اړین دی او د پروژې پلی کوونکی شرکت باید د سړک کیفیت ته پاملرنه وکړي.
په ولسي جرګه کې د تخار استازې حبیبه دانش وایي؛ خوشحاله یم، چې دغه پروژه پیلیږي او دا هم اړینه ده، چې ترانسپورت وزارت یې د کار او کیفیت پوره څارنه وکړي. 
د ترکي شرکت استازي وایي، چې دغه سړک به د تړون له مخې په معیاري بڼه جوړ شي.
د ترکي شرکت استازی انجینیر قاسم وایي؛ مونږ به په دې پروژه کې ټولې برخې معیاري پلې کړو او خلکو ته ډاډ ورکوو، چې کار به مو معیاري وي.
د ترانسپورت وزارت چارواکو دا هم په ډاګه کړې، چې د کابل- کندهار د لویې لارې بیارغونې ته هم چمتووالی نیول شوی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb0sb80rhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته