دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 185075
په خوست ښار کې د حقاني شبکې ۴ غړي له وسلو او مهماتو سره نیول شوي
د خوست ملي امنیت ریاست وایي، د مرکزي ښار د خواجه متون په نمرو کې د حقاني شبکې څلور غړي له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.

د خوست ملي امنیت ریاست په را لیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملي امنیت ځواکونو د اړوند سیمې له یوه کوره ۷ فیره راکت انداز مرمۍ ۳ مخابرې یوه کړۍ مقناطسي ماین ۱۰ جوړې پوځي دریشي یو میل بې غږه توپانچه، کمپیوتر، مبایلونه او ځینې نور وسایل هم تر لاسه کړي دي.
طالبانو او حقاني شبکې تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
خوست ولایت د هېواد په جنوب کې هغه ولایت دی، چې د مرکز په ګډون یې په لیرې پرتو سیمو کې هم وسلوال مخالفان بېلابېلې هڅې تر سره کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzsb8srhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته