کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په خوست ښار کې د حقاني شبکې ۴ غړي له وسلو او مهماتو سره نیول شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 ثور 1398 ساعت 16:54

د خوست ملي امنیت ریاست وایي، د مرکزي ښار د خواجه متون په نمرو کې د حقاني شبکې څلور غړي له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.



د خوست ملي امنیت ریاست په را لیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملي امنیت ځواکونو د اړوند سیمې له یوه کوره ۷ فیره راکت انداز مرمۍ ۳ مخابرې یوه کړۍ مقناطسي ماین ۱۰ جوړې پوځي دریشي یو میل بې غږه توپانچه، کمپیوتر، مبایلونه او ځینې نور وسایل هم تر لاسه کړي دي.
طالبانو او حقاني شبکې تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
خوست ولایت د هېواد په جنوب کې هغه ولایت دی، چې د مرکز په ګډون یې په لیرې پرتو سیمو کې هم وسلوال مخالفان بېلابېلې هڅې تر سره کوي.
 


د مطلب کود: 185075

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185075/په-خوست-ښار-کې-د-حقاني-شبکې-۴-غړي-له-وسلو-او-مهماتو-سره-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com