کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له افغانستان سره د امریکا د ملکي مرستو بیا ارزول پیل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 ثور 1398 ساعت 17:43

د امریکا او افغانستان حکومتونو په ګډه له افغانستان سره د امریکا د متحدو ایالتونو د ملکي مرستو بیا ارزول پيل کړل.



د ملکي مرستو د بیا ارزولو لومړنۍ غونډه د سه شنبې په ورځ (مۍ۱۴) په کابل کې وشوه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیز ویلس، د افغانستان اجرايي رئیس عبدالله عبدالله او د مالي وزارت سرپرست محمد همایون قیومي په کې برخه اخیستې وه.
په کابل کې د امریکا د سفارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې دا ارزونه د ولسمشر غني په غوښتنې کیږي چې "د ستراتیژیکو همکاریو، د افغانستان حکومت د پراختیایې لومړیتوبونو سره همغږۍ، او د لاسته راوړنو او ستونزو د پیژندلو په برخو باندې متمرکزه ده".
په اعلامیه کې ویل شوي نه دي چې امریکا هرکال له افغانستان سره څومره ملکي مرستې کوي، خو وايي چې واشنګټن د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره "د روغتیا، پوهنې، اقتصادي ودې، انرژۍ، زیربنایي سکټورونو همداشان د بشردوستانه او د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخو" کې غیر نظامي مرستې کوي.
په اعلامیه کې ویل شوي دي چې له کابل سره به د واشنګټن مرستې د نړیوالې ټولنې د هڅو په چوکاټ کې کیږي چې هدف یې د افغانستان اقتصادي وده او افغان ولس سره مرسته ده.
الیز ویلس څو ورځې مخکې کابل ته تللې او تر دغې غونډې مخکې یې له ولسمشر غني سره هم لیدلي، پر سولې او د جمهوري ریاست په روانو انتخاباتو یې ورسره خبرې کړي دي.
امریکا د افغانستان حکومت تر ټولو ستره مالې ملاتړې ده.
 


د مطلب کود: 185078

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185078/له-افغانستان-سره-د-امریکا-ملکي-مرستو-بیا-ارزول-پیل-شول

آوا
  https://www.avapress.com