دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۱۲
د مطلب کود : 185079
په کابل کې وسله والو غلو یو خصوصي شرکت رئیس په ډزو وواژه
وسله والو غلو نن د کابل په کارته پروان سیمه کې د یوه خصوصي شرکت رئیس په ډزو وواژه او روپئ یې ورڅخه و تښتولې.

دغه سړی حشمت برهان نومیده چې د برهان پسران په نوم یې یو خصوصي شرکت درلود او نن د کابل په کارته پروان سیمه کې اریوب سینما ته څېړمه نامعلومه وسله والو په ډزو وواژه او ۵۰ زره ډالر یې و څخه  و تښتول.
د برهان پسران تر نوم لاندې دغه خصوصي شرکت له ترکې څخه اجناس هېواد ته را وړي.
د حشمت برهان د تره زوی یوسف داراب رسنیو ته وویل چې نوموړي له چا سره شخصي دښمني نه درلوده خپل شخصي کار او بار به یې کاوه.
دا لومړی ځل نه دی چې یو سوداګر د وسله وال غلو له لوري  په رڼا ورځ د خلکو په مخ کې  وژل کیږي.
تر دې وړاندې د کابل په نورمحمد شاه مېنه کې دمینې منګل په نوم یوه ښځینه وتلې خبریاله او د ولسې جرګې کارکونکې هم په رڼا ورځ د نامعلومو وسله والو له لوري ووژل شوه.
پولیسو تر دې مه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcfetdy1w6dcxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته