کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل د ولسي جرګې د انتخاباتو نهايي پایلې اعلان شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 ثور 1398 ساعت 9:55

د کابل د پارلماني انتخاباتو نتایج په ټاکنو کې د درغلیو د تورونو او یو شمېر معترضو نوماندانو د اعتراض له کبله په خپل وخت اعلان نشول.


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن چهارشنبه د «غوايي ۲۵مه» پر خپل ویب سایټ له کابل څخه ولسي جرګې ته د ۳۳ بریالي شوو کاندیدانو نومونه اعلان کړل.
په نوي اعلان شوي لست کې د یو شمېر پخوانیو استازو ترڅنګ ځينې نوې څېرې هم لیدل کیږي.
کابل په ولسي جرګې کې ۳۳ استازي لري چې نهه یې ښځې دي.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په رسیمي ویب سایټ کې د بریالیو کاندیدانو نومونه په لاندې ډول راغلي دي.

د وکیلانو ـ لست
حاجي اجمل رحماني، الحاج عبدالقیوم خیر خواه، خان آغا رضایی، الحاج ملا محمد خان احمدي، فدا محمد الفت صالح، احمد جاوید جیحون، میر امان الله گذر،الحاج امیر گل شاهین، غلام حسین ناصري،ډاکټر رمضان بشردوست،الحاج سید محمد محمدي، الحاج الله ګل مجاهد، حاجیيخان محمد وردګ، الحاج قاضي میر افغان صافی
،نجیب الله ناصر، حبیب الرحمن سیاف، انورخان اوریا خیل، صوفي عبدالرزاق استالفی، توفیق وحدت، حاجي زړگی حبیبي، محمد نعیم وردګ، حاجي حفیظ الله جلیلی، عرفان الله عرفان، عبیدالله کلیمزی وردګ شامل دي.

لست- وکیلانې
وکیل فاطمه نظري،جنرال نظیفه ذکي،شینکۍ کړوخېل، مرسل نبي زاده، فوزیه ناصریار گلدریي، روبینا جلالي، مریم سماء، زهره نوروزۍ او بي بي حاجي پروین درانۍ شاملې دي.
دا لست داسې مهال اعلانیږي چې څو ورځې مخکې ولسمشر غني د ولسي جرګې ۱۷مه تقنیني دوره پرانیستله.
داسې ویل کېدل چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنې هم د کابل د ولسي جرګې د وروستیو پایلو اعلان ته ځنډول شوي وې.
 


د مطلب کود: 185089

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185089/د-کابل-ولسي-جرګې-انتخاباتو-نهايي-پایلې-اعلان-شوې

آوا
  https://www.avapress.com