دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 185090
د څرخي پله زندان کې نښته شوې او څلور زندانیان وژل شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې پولیسو د څرخي پله په زندان کې د نشه يي توکو پلټنه کوله چې "ځینو بندیانو پر پولیسو برید" کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغې نښتې کې څلور "اورپکي زندانیان وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل" دي.
وایي په دغه اخ او ډب کې ۲۰ افغان پولیس هم ژوبل شوي دي. اعلامیه وايي چې پولیسو د څارنوالانو په موجودیت کې بلاکونه تصفیه کول چې یو شمېر زندانیانو پرې برید وکړ او پولیس یې ژوبل کړل. امنیتي مقامات وايي اوس زندان کې حالت عادي شوی دی.
زندان ته د مطبوعاتو او رسنیو لاسرسی ستونزمن دی چې په دې اړه نور حقایق وموندل شي. د څرخي پله زندان د افغانستان د مشهورو او لویو زندانو څخه شمېرل کیږي چې زرګونه سیاسي او غیر سیاسي کسان په کې بندیان دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3wazut1avu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته