دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 185110
غني: راتلونکو ټاکنو کې باید د پېښېدونکي ناورین مخه ونیول شي
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، تر اوه میاشتني ځنډ وروسته د کابل د ولسي جرګې د وروستیو پایلو اعلانول «واقعاً» یو ناورین و.
ښاغلي غني نن چهارشنبه د «غوايي پر ۲۵مه» په ارګ کې د کابل او پکتیا ولایتونو د ولسي جرګې د نوو غړو د لوړې د مراسمو پرمهال وویل، چې په راتلونکو ټاکنو کې د ورته ناورین مخه باید ونیول شي.
دا په داسې حال کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن چهارشنبه د کابل د ولسي جرګې وروستۍ پایلې تر شااوخوا اوه میاشتني ځنډ وروسته اعلان کړې.
ښاغلي غني د یادو پایلو د ځنډېدو اصلي لامل د ټاکنیزو کمېسیونونو د مخکنیو مسؤلینو بې کفایتي وبلل.

ښاغلي غني د ولسي جرګې له نوو غړو څخه وغوښتل چې د افغانستان د ټاکنو قانون ته یو ځل بیا کتنه وکړي.
هغه وویل:"په ځانګړي ډول په راتلونکي کې ستاسو توجه د ټاکنو قانون ته بیا کتنه یو حیاتي امر دی، د افغانستان د ټاکنو قانون پر داسې مهال توشیح شو چې د قانون له مخې ملي شورا نه شوای کولای چې دغه قانون تعدیل کړي، د افغانستان د خلکو غوښتنه داده چې یو عادلانه نظام یې استازیتوب وکړي."
نوموړي زیاته کړه چې د ټاکنیزو حوزو او عادلانه استازیتوب یو له هغو موضوعاتو څخه دي چې د ولسي جرګې غړي به ورباندې بحث وکړي.
هغه وویل:"د هغه خپلواکۍ له مخې چې اساسي قانون تاسو ته درکړې ده، په راتلونکې کې د پېښېدونکي ناورین مخه باید ونیول شي، د خلکو باور باید بېرته ورغول شي،چې رایې په اساسي ډول برخلیک ټاکونکې ده او کومه رایه چې اچول کېږي، په پاک او شفاف ډول شمېرل کېږي، پاکه او شفافه محاسبه کېږي او پایلې ژر اعلانېږي."
نوموړي زیاته کړه چې د ولسي جرګې په تېره ۱۶مه تقنیني دوره کې ۴۰۰ قوانین او مقررې پاس شوي دي.
دا په داسې حال کې ده د افغانستان د ولسي جرګې ۱۷ مه تقنیني دوره مخکې د ولسمشر غني لخوا پرانیستل شوې ده.
ویل کېږي چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنې هم د کابل د وکیلانو تر معرفي کېدو پوري ځنډول شوي دي.
سادات منګل: په پام کې ده سبا د اداري پلاوي ټاکنې پيل شي
سادات منګل: په پام کې ده سبا د اداري پلاوي ټاکنې پيل شي
په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازي راضیه سادات منګل امریکا غږ ته وویل، چې د کابل وکیلانو تر اعلان وروسته به سبا ټاکل شوې د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنې پيل شي.
د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې د تېر ۱۳۹۷ کال د مېزان میاشتې پر ۲۸ او ۲۹مه تر سره شوي وې چې په ټاکنو کې د پراخو درغلیو او اداري فساد د تورنو له امله د یاد ټاکنو د پایلو اعلان تر شااوخوا او میاشتو وځنډې دی
 
https://avapress.com/vdcb8sb8grhbw8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته