کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په باميان او ارزګان کې روغتيايي کارکوونکو کاري اعتصاب کړى

ازادی رادیو , 25 ثور 1398 ساعت 13:57

په باميان او ارزګان ولايتونو کې په لسګونو روغتيايي کارکوونکو کاري اعتصاب کړى دى.



د باميان په پنجاب ولسوالۍ کې له پرون راهيسې شا و خوا ٤٠ روغتيايي کارکوونکو د معاشونو د کمېدو په اعتراض اعتصاب کړى دى.
يوه اعتصاب کوونکي وويل، پخوا يې معاشونه ٦٠ زرو افغانيو ته رسېده، خو له کله چې «AKHS» موسسې په باميان کې د صحي خدماتو مسؤليت واخېست، د دوى معاشونه ١٠زره افغانيو ته راکم شوي دي.
د پنجاب ولسوالۍ د روغتون رئيس خالق کريمي وايي، هيله من دي د روغتيا وزارت او د «AKHS» موسسې استازي دغې ولسوالۍ ته ورشي او د اعتصاب کوونکو ستونزې واوري.
بل‌خوا د ارزګان د ولايتي روغتون ډاکټرانو هم کاري اعتصاب پيل کړى دى.
دوى چې نن سهار د روغتون مخې ته راټول شوي وو، شکايت کړى چې پوره حقونه نه ورکول کېږي.


د مطلب کود: 185111

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185111/په-باميان-او-ارزګان-کې-روغتيايي-کارکوونکو-کاري-اعتصاب-کړى

آوا
  https://www.avapress.com