دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 185112
په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو یو مهم غړۍ او ترهګریزو پيښو اصلي طراح نیول شوی
کورنیو چارو وزارت وايي، په هملند کې یې د وسله والو طالبانو یو مهم هم غړی او د ترهګریزو پیښو اصلي طراح د شپنې عملیاتو په پایله کې نیولی دی.

دکورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي:” د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په جومند کلي کې شپني عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو یو کلیدي غړی د آهوجان په نامه نیولی دی”.
خبر پاڼه زیاتوي، نیول شوی ترهګر په هلمند کې د ترهګریزو پېښو اصلي طراح او کلیدي غړی دی.
 
https://avapress.com/vdcdfk0fxyt0jf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته