کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیا کې د حقاني شبکې پر جنګیالیو خپلو ماینونو چاودنه کې د دغې ډلې ۳۳ جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 ثور 1398 ساعت 14:12

د پکتیا ولایت ډنډپټان ولسوالۍ اړوند مقبلو درې سیمه کې د حقاني شبکې پر جنګیالیو د دوه کړیو ماینونو چاودونې له امله د دغې ډلې ۳۳ جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې وړمه شپه د ډنډپټان ولسوالۍ اړوند د مقبلو درې سیمه کې د تورې خیلو په کلي کې د حقاني شبکې د حافظ الرشید او نامې خان قوماندانانو پر ډلو دوه کړیو ماینونو چاودونه کړې، په پایله کې (۱۵) تنه د یادې شبکې جنګیالي وژلي او (۱۸) نور ټپیان کړيدي.
دې ته ورته تېره شپه د ننګرهار ولایت خوګياڼو ولسوالۍ نکړخیلو سیمه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي د والي ویاند عطاالله خوګياڼی وايي په دغي عملیاتو کې پنځه وسله وال وژل شوي او څلور شکمن کسان نیول شوي دي .
همدارنګه دلغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې دمولوی ګل محمد مشهورپه شیخ صاحب چی په دغي ولایت کی د وسلوالوطالبانو ددعوت مسؤل وو تیره ورځ دیاد ولایت علیشنګ ولسوالی دغازی آباد په سیمه کی دخپل ساتونکي لخوا په ډزوسره وژل شوی دی.
دلغمان دوالي ویاند اسدالله دولتزی وايي یاد ساتونکی وروسته په علیشګ ولسوالۍ کې له یومیل کلاشینکوف وسلي سره امنیتی ځواکونوته تسلیم شویدی
 


د مطلب کود: 185113

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185113/پکتیا-کې-د-حقاني-شبکې-پر-جنګیالیو-خپلو-ماینونو-چاودنه-دغې-ډلې-۳۳-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com