دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۹
د مطلب کود : 185115
دستمال او پتو په واسطه سر او مخ پټول په هرات کې منع شول
د هرات پولیسو قوماندانی په دی ولایت کې دستمال او پتو په واسطه سر او مخ پټول منع اعلان کړ.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عبدالاحد ولیزاده د هرات پولیسو ویاند په دی اړه افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل: سر او مخ پټول د دستمال او پتو په واسطه د اوسیدونکو ترمنځ بیری او وحشت رامنځته کیدو لامل ګرځی.
هغه زیاته کړه چی د بل لوری پولیس څیړنې شکاره کوی چی ډیر جنایی جرایمو کې مجرم کسان خپل سر او مخ پټ کړي او پر موترسایکل باندی دوه کسیزه یا دری کسیزه سپاره وی.
د هغه په وینا، سر او مخ پټول د دستمال او پتو په واسطه منع ده او امنتیی سمتونو ټول حوزو پرسونل ته جدی امر شوی چی یاد اشخاصو سره جدی چلند وکړی.
 
https://avapress.com/vdcgqn9qnak97q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته