کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دستمال او پتو په واسطه سر او مخ پټول په هرات کې منع شول

25 ثور 1398 ساعت 14:29

د هرات پولیسو قوماندانی په دی ولایت کې دستمال او پتو په واسطه سر او مخ پټول منع اعلان کړ.



د آوا په ګزارش سره، عبدالاحد ولیزاده د هرات پولیسو ویاند په دی اړه آوا خبرنګار ته وویل: سر او مخ پټول د دستمال او پتو په واسطه د اوسیدونکو ترمنځ بیری او وحشت رامنځته کیدو لامل ګرځی.
هغه زیاته کړه چی د بل لوری پولیس څیړنې شکاره کوی چی ډیر جنایی جرایمو کې مجرم کسان خپل سر او مخ پټ کړي او پر موترسایکل باندی دوه کسیزه یا دری کسیزه سپاره وی.
د هغه په وینا، سر او مخ پټول د دستمال او پتو په واسطه منع ده او امنتیی سمتونو ټول حوزو پرسونل ته جدی امر شوی چی یاد اشخاصو سره جدی چلند وکړی.
 


د مطلب کود: 185115

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185115/دستمال-او-پتو-په-واسطه-سر-مخ-پټول-هرات-کې-منع-شول

آوا
  https://www.avapress.com