دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 185116
پمپیو او پوتین د افغانستان په اړه غږېدلي
د امریکا د بهرینو چارو وزیر روسیې ته د خپل سفر پرمهال د دغه هېواد له ولسمشر ویلادي میر پوتین سره د نورو نړیوالو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کړي دي.

په دغه لیدنه کې د روسیې ولسمشر د افغانستان د ستونزې حل «نسبتاً پېچلې» بللې او زیاته کړې ده چې د سولې خبرو په جان کې د طالبانو دریځ د قوي کېدو په حال کې دی.
کرملین په یو بیان کې ویلي چې د روسیې ولسمشر په افغانستان کې د امریکا او روسیې ترمنځ د واک توازن یوه مهمه اړتیا بللې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دغه کتنه کې ویلي:"زموږ ځینې همکارۍ ډېرې ښې وې، په ځانګړي ډول د شمالي کوریا او افغانستان په اړه، موږ له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې ښه کارونه کړي دي."
کرملین همدارنګه د «غوايي پر ۲۵مه»په خپاره شوي بیان کې د روسیې د ولسمشر د یاور اوشاکوف له قوله ویلي:"زموږ ولسمشر یادونه وکړه چې په افغانستان کې د جګړې سوله ییز حل یو څه پېچلی دی، ځکه دغه بهیر خپله ستوزمن دی، همدارنګه په دغه هېواد کې د طالبانو دریځ هم د قوي کېدو په حال کې دی، نو په دې خاطر موږ اړتیا لرو چې د همکارۍ لپاره ګډ ګامونه پورته کړو چې په دغه سیمه کې یو متوازن واک ته ورسېږو".
دا په داسې حال کې چې مسکو په اپرېل میاشت کې د افغان سولې په اړه د امریکا، روسیې او چین د درې اړخیزې غونډې کوربه و، په دغه غونډه کې له وسله والو طالبانو څخه غوښتل شول چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.
د یادونې وړ ده چې مسکو تر دې مخکې هم د افغان سیاسینو او طالب استازو ترمنځ د یوې غونډې کوربتوب کړی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzmnz-23n6zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته