کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زابل ولایت کې افغان امنیتي ځوړاکونو او وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده

25 ثور 1398 ساعت 15:16

د زابل ولايت په شملزو ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ جګړه روانه ده.



د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال وياند تورن احمد صادق عيسى په دی اړه رسنیو ته وويل چې وسله‌والو طالبانو غوښتل شملزو ولسوالي ونيسي، خو امنيتي ځواکونو يې په وړاندې مقاومت وکړ.
د ده په خبره وسله‌وال وروسته د ډيورند کرښې بلې غاړې ته اوښتي دي.
ښاغلى عيسى زياتوي چې سيمې ته هوايي او ځمکني ځانګړي ځواکونه رسېدلي دي.
هغه د مرګ ژوبلې په اړه وويل:
"دښمن ته درنه مرګ ژوبله واوښته چې ١٠ تنه يې وژل شوي او ١٧ تنه يې ټپيان شوي دي. دفاعي او امنيتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو شمېر يې تر هغوى کم دى. اوس هم په شملزو کې د امنيتي ځواکونو او پاکستانيانو ترمنځ چې د کرښې په هغه بله غاړه کې دي، جګړه روانه ده."
د ٢٠٥ اتل قول اردو وياند وايي، پر شملزو ولسوالۍ د کرښې له هغې غاړې پاکستاني پوځيانو هم د هاوانونو ډزې پيل کړې دي.
د پاکستان حکومت تر اوسه د دې خبرونو په اړه څه نه‌دي ويلي.


د مطلب کود: 185118

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185118/زابل-ولایت-کې-افغان-امنیتي-ځوړاکونو-او-وسله-والو-ترمنځ-جګړه-روانه-ده

آوا
  https://www.avapress.com