کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محمد عمر داوودزي د آلمان اتلانتیک په نړیوالې شورا کې د سولې مشروتي لویې جرګې په لاسته راوړنو خبرې وکړې

26 ثور 1398 ساعت 10:13

د سولې په اړه د سیمه ایزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازی او سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس محمد عمر داوودزی چې په یو رسمي سفر جرمني ته تللی، د آلمان اتلانتیک په نړیوالې شورا کې یې د افغانستان د سولې پروسې په پرمختګونو او د سولې مشورتي لویې جرګې په لاسته راوړنو خبرې وکړې.



ښاغلي داوودزي په خپله وینا کې وویل چې د سولې مشروتي لویه جرګه کې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د چوکاټ او حدودو ټاکلو په موخه له ټول افغانستان څخه ۳۲۰۰ انتخابي استازي د یو باغزته چتر لاندې راټول شوې وو. د دغه لویې جرګې غړو د پنځه ورځنیز بحث او خبرو اترو د پړاو په طی کولو سره چې خپلې سلا مشورې او وړاندېزونه د یو ۲۳ ماده ایز پریکړه لیک په چوکاټ کې وړاندې کول، چې پکې د افغانستان په قضیه کې له شاملو او ښکېلو هېوادونو غوښتل شوې چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره خپلې هڅې شریکې او همغږي لا زیاته کړي.
نوموړي وویل چې ګډونکوونکو له دولت او طالبانو غوښتي چې په فوري توګه اوربند ته غاړه کېږدي چې په خبره یې اوربند د باور فضاء د جوړونې او د منفي تبلیغاتو د مخه نېولو لپاره د حل تر ټولو ښه او مثبته لار ده.
د سولې په اړه د سیمه ایزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس په خپله وینا کې وویل چې د جرګې ګدون کوونکو نظام، امنیتي بنسټونه او اساسي قانون د خلکو له لویو لاسته راوړنو څخه وباله او په ساتنه یې ټینګار وکړ دوی زیاته کړې چې د سولې په خبرو اترو کې باید د ښځو، ماشومانو، قومي او مذهبي اقلیتونو او په ټوله کې د خلکو او ټولو قشرونو اساسي حقوق تقویه او وساتل شي.

نوموړي د دغې لویې جرګې پریکړه لیک ته په اشارې سره وویل چې د یادې لویې جرګې غړو په خپل پریکړه لیک کې له دولت او او نورو سیاسي ډلو غوښتي چې د د سولې بهیر اړوند د ملي اجماع د تقویت لپاره د سولې مذاکراتي هیئت د مدیریت په ترکیب کې لږ تر لږه پنځوس تنه تشکیل ورکړي. ګډونکوونکو وغوښتل چې مذاکراتي ټیم باید د ټولو ډلو او ټپلو استازېتوب وکړي. او دغه راز د لویې جرګې په دغه پریکړه لیک کې یې د سولې په اړه په سیمه ایزې او نړېوالې اجماع پر جوړولو ټینګار کړی.
د یادونې وړ ده چې ښاغلي داوودزي د خپلو خبرو په دوام، د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع د نقش او اهمیت یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغاسنتان دولت د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا لپاره خپلې هلې ځلې چاري ساتي.
ښاغلي داوودزي د دې برنامې په پای کې د ګډون کوونکو له خوا د مطرح شویو سوالونو لپاره ځوابونه هم ارایه کړل.
 


د مطلب کود: 185160

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185160/محمد-عمر-داوودزي-د-آلمان-اتلانتیک-په-نړیوالې-شورا-کې-سولې-مشروتي-لویې-جرګې-لاسته-راوړنو-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com