دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 185163
ملګرو ملتونو د داعش خراسان څانګه تور نوملړ کې شامله کړه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپره شوې اعلامیه کې د داعش ډلې د خراسان څانګه افغانستان او پاکستان کې د یو شمېر بریدونو مسووله بلل شوې او یاده ډله یې په تور نوملړ کې شامله کړې ده.

شنونکي وايي، تورنوملړ کې د داعش خراسان ډلې شاملول به افغانستان کې د داعش فعالیتونه اغېزمن کړي.
داعش سخت دریځه او له تاوتریخوالي ډکه ترهګره ډله بلل کېږي. د دې ډلې د خراسان څانګه چې د ملګرو ملتونو په تور نوم‌لړ کې یې نوم ور اضافه شوی دی، افغانستان کې یې د څو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، صبغت الله احمدي وايي:« دا چې ترهګرې ډلې د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې شاملیږي، موږ یې هرکلی کوو او هیله لرو چې داسې موارد دوام وکړي او هیڅ ترهګره ډله ونه توانیږي چې په آزاده ډول فعالیت وکړي.»
د داعش د خراسان څانګه تر ډېره په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې فعالیت ښيي، خو جوزجان، فراه، زابل او هلمند ولایتونو کې یې ترهګریز فعالیتونه لیدل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي څرګندوي:« داعش په هسته کې له منځته تللې ډله ده، په افغانستان کې د داعش جرړې ویستل شوې دي. ډېر کم په کنړ کې دي چې له منځه به یوړل شي.»
خو ایا د ملګرو ملتونو تور نوم‌لړ کې د دې ډلې د خراسان څانګې ځایول به افغانستان کې د دې ډلې پر فعالیت کومه اغېز وکړي؟
د مشرانو جرګې غړې، انارکلي هنریار وايي:« فعالیتونو ته یې محدودیت رامنځته شي، ښایې په مالي سرچینو کې یې کمښت راشي، خو راتلونکي کې پرې قضاوت کېدی شي، په هر حال دا یو نیک اقدام دی. »
د سیاسي مسایلو شنونکی، عظیم قویاش زیاتوي:« خپل مثبت اغېز لري دا چې فعالیتونه به یې لږ محدود شي.»
د داعش د خراسان څانګې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې خپل فعالیت د یوې ویډیو په خپرولو سره اعلان کړ.
دا ډله لومړی د طالبانو د یوه پخواني مشر له‌خوا رهبري شوه او خپله وفاداري یې د دې ډلې له اصلي مشر ابوبکر البغدادي اعلان کړه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjmievtuqeovz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته