کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صحرا کریمي لومړنۍ ښځه ده چې دافغان فلم شرکت د رئیسې په توګه ټاکل کېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 ثور 1398 ساعت 12:17

د افغانستان د اداري اصلاحاتو کمیسیون وایي صحرا کریمي د افغان فلم ادارې د مشرې په توګه ټاکل شوې ده.



د افغانستان د اداري اصلاحاتو کمېسیون مشر نادر نادري پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې  افغان فلم په افغانستان کې د فلم جوړولو تر ټولو زوړ دولتي شرکت دی چې د رڼه بهیر او زادې سیالۍ  له لارې یې اوس مشره یوه ښځه ټاکل شوې ده.
افغان فلم د افغانستان د فلم جوړولو تر ټولو پخوانی دولتي شرکت  دی چې په ۱۳۴۷ کال جوړ شوی دی.
افغان فلم نوي ګمارل شوې ښځینه مشره صحرا کرمي خپله هم فلم جوړونکې ده، دغه مېرمن په ایران کې زیږېدلې او په فلم جوړولو کې د ډاکټرۍ تر کچې زده کړې لري.
په دې وروستیو کې د افغان فلم ارشیف ولسمشرۍ ماڼۍ ته لیږدول شوی دی چې د فرهګیانو او فلم جوړونکو لخوا پرې ډېرې نیوکې هم وشوې.
د دغو نیکو په ځواب کې ارګ هغه وخت ویلي وو چې د افغان فلم ارشیف پخوانی ځای خوندي نه وو، دغه ارشیف یې د ښې خوندینې لپاره هلته وړی دی.
د افغان فلم ډېر بډایه ارشیف لری چې ګڼ مستند فلمونه پکې دي، د راپورونو له مخې په دغو ارشیف کې د ۹۰ لسیزې د کورنیو جګړو ډېر مهم مواد شته چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم له ورکاوي او لمنځه تللو ژغورل شوي دي.
 


د مطلب کود: 185173

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185173/صحرا-کریمي-لومړنۍ-ښځه-ده-چې-دافغان-فلم-شرکت-د-رئیسې-په-توګه-ټاکل-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com