کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي سره وکتل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 ثور 1398 ساعت 13:33

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي مارکوز پوټزیل سره وکتل.



په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي د بین الافغاني  ډیالوګ د اسانتیا برابرولو په برخه کې د خپل هیواد د چمتووالي خبر  ورکړ او زیاته یې کړه، المان د سولې پروسه کې د افغانستان حکومت او خلکو سره هر ډول همکارۍ ته اماده دی.
جمهوررئیس غني، په بېلابېلو برخو کې د المان د مرستو او همکاریو مننه وکړه او وې ویل، د افغانستان حکومت یواځینۍ موخه د پایداره سولې ټینګښت دی او د هر هغه ګام هرکلی کوو چې موږ دغې موخې ته رسوي.
جمهوررئیس وویل: دا چې المان چمتو دی د بین الافغاني ډیالوګ د اسانتیا برابرونکي رول اجرا کړي، موږ یې قدرداني کوو او د افغانستان حکومت په دې برخه کې هر اړخیزه هڅه او همکاري کوي چې دا حرکت بریالیتوب ته ورسوي.
 


د مطلب کود: 185182

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185182/جمهور-رئیس-غني-د-افغانستان-او-پاکستان-لپاره-المان-ځانګړي-استازي-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com