دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 185182
جمهور رئیس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي مارکوز پوټزیل سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي د بین الافغاني  ډیالوګ د اسانتیا برابرولو په برخه کې د خپل هیواد د چمتووالي خبر  ورکړ او زیاته یې کړه، المان د سولې پروسه کې د افغانستان حکومت او خلکو سره هر ډول همکارۍ ته اماده دی.
جمهوررئیس غني، په بېلابېلو برخو کې د المان د مرستو او همکاریو مننه وکړه او وې ویل، د افغانستان حکومت یواځینۍ موخه د پایداره سولې ټینګښت دی او د هر هغه ګام هرکلی کوو چې موږ دغې موخې ته رسوي.
جمهوررئیس وویل: دا چې المان چمتو دی د بین الافغاني ډیالوګ د اسانتیا برابرونکي رول اجرا کړي، موږ یې قدرداني کوو او د افغانستان حکومت په دې برخه کې هر اړخیزه هڅه او همکاري کوي چې دا حرکت بریالیتوب ته ورسوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaamn6u49na61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته