کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هیواد بیلابیلو برخو کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې ۱۷ تنه وسله وال طالبان ژوبل شوي

26 ثور 1398 ساعت 16:02

نظامي چارواکي وایي، په بلخ، بغلان او فاریاب ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۷ طالب ترهګر وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي.


د معلوماتو له مخې د ۲۰۹ قول اردو ۲ کنډک ځواکونو د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې بریالي عملیات ترسره کړي چې پر مهال ۲ طالب ترهګر وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
د خبر پاڼې په حواله، د ځانګړو ځواکونو پر ضد جنګیدونکی او د وسله والو طالبانو یو مهم کلیدي کس په یوه هوایي حمله کې وژل شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې د افغان ځانګړو ځواکونو په محاربوی عملیاتو کې بغلان کې ۴ طالبان وژل شوي او د وسلو یو زیرمتون یې له منځه وړل شوی دی.
 


د مطلب کود: 185197

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185197/هیواد-بیلابیلو-برخو-کې-افغان-ځانګړو-ځواکونو-عملیاتو-۱۷-تنه-وسله-وال-طالبان-ژوبل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com