دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 185197
هیواد بیلابیلو برخو کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې ۱۷ تنه وسله وال طالبان ژوبل شوي
نظامي چارواکي وایي، په بلخ، بغلان او فاریاب ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۷ طالب ترهګر وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي.
د معلوماتو له مخې د ۲۰۹ قول اردو ۲ کنډک ځواکونو د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې بریالي عملیات ترسره کړي چې پر مهال ۲ طالب ترهګر وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
د خبر پاڼې په حواله، د ځانګړو ځواکونو پر ضد جنګیدونکی او د وسله والو طالبانو یو مهم کلیدي کس په یوه هوایي حمله کې وژل شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې د افغان ځانګړو ځواکونو په محاربوی عملیاتو کې بغلان کې ۴ طالبان وژل شوي او د وسلو یو زیرمتون یې له منځه وړل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcgyn9quak97q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته