دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 185217
طالبان ۵ تنه سیمه ایز پولیس په سرپل کې تښتولي
طالبان تیره ورځ(۲۶ ثور) ۵ تنه سیمه ایز پولیس د سانچارک ولسوالی تکزاز کلۍ څخه چی سرپل مرکز لوری ته په حرکت وو، وتښتول.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، سید محمد آقا، د سرپل ولایت سانچارک ولسوالی اوسیدونکې د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وایی چی دا پنځه تنه سیمه ایز پولیس د سانچارک ولسوالی تکزار کلۍ اوسیدونکې وو چی د طالبانو کمین سره مخ شو.
د هغه په وینا، طالبان دا ۵ تنه د ځان سره وړی دی.
ذبیح الله امانی؛ د سرپل والی ویاند ددی خبر تایید ترڅنګ وایی چی تراوسه ددی خبر په اړه نور جزییات په لاس کې نشته.
دا په داسی حال کې دی چی طالبانو څو ورځې مخکې هم دوه تنه چی یو یی موټر چلوونکې او بل دوکاندار وو د سانچارک ولسوالی څخه سرپل مرکز ته لاره کې وتښتول.
 
https://avapress.com/vdcjvievauqeo8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته