دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۴۱
د مطلب کود : 185232
هلمند ولایت کې په یوه هوايي برید کې ۱۸ افغان پولیس وژل شوي
د هلمند ځایي چارواکي وایي، د هلنمد ولایت لشکر ګاه ښار ته څېرمه په یوه هوایي حمله کې ۱۸ افغان پولیس وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان نن د جمعې په ورځ د ثور میاشتې په ۲۷ مه رسنیو ته ویلي چې دغه حمله پرون پنجشنبه هغه مهال شوې چې افغان پولیس له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت ول.
تر اوسه لا څرګنده نه ده چې دغه هوایي برید افغان ځواکونو له لوري ترسره شوي او که د غوڅ ملاتړ ماموریت د قواوو لخوا، ځکه امنیتي مسولینو په دې اړه تر دې دمه چې برید چا ترسره کړی څه نه دي ویلي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله فیسبک پاڼه لیکلي چې د نهر سراج اړوند په تانګي امنیتي پوسته د طالبانو له لوري بریدونه شوي چې په ځواب کې یې د غوڅ  ملاتړ ځواکونو پر طالبانو درنې بمباريۍ کړې او ګڼ وسله وال پکې وژل شوي دي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړې چې په دې جګړه کې ۸ پولیس وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
دی وایي داسي راپورونه هم شته چې دغه پولیس د بهرنیو ځواکونو له لوري وژل شوي.
دا چې پولیس د بهرنیو ځواکونو لخو او که د دښمن په بریدونو کې وژل شوي په دې اړه د کورنیو چارو وزارت او غوڅ ملاتړ ځواکونو ګډ هئیت د دغې پیښې د څېړلو لپاره ګمار شوي چې جزئیات به وروسته شریک شي.
 
https://avapress.com/vdcgwn9qxak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته