کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: په بلخ کې اورلګېدنې زیات مالي زیانونه اړولي

28 ثور 1398 ساعت 10:02

په بلخ کې چارواکي وايي چې د مزار شریف د غوربندي بازار په ثمر مارکېټ کې د اور لګېدو له امله دوکاندارانو ته ډېر مالي تاوان رسېدلی دی.


په غوربندي بازار کې پرون د مې په ۱۷مه ماسپښین اور ولګېد.
د بلخ د حوزه یي روغتون سرطبیب ډاکتر نور محمد فیض ویلي چې یوه ښځه او درې نارینه زخمیان شوي دي.
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې اور مړ شوی خو خلکو ته زیات تاوان اوښتی دی.
منیر فرهاد وایي:
"دا د بنجاره موادو د تجارانو مارکېټ و، هغوی به دقیقاً د ور رسېدلي مالي تاوان معلومات راکړي، خو موږ داسې اټکل کوو چې د یو ميلیون ډالرو په ارزښت تاوان رسېدلی دی."
فرهاد وویل چې د اورلګېدو علت نه دی معلوم خو دوی څېړنې کوي.
 


د مطلب کود: 185248

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185248/چارواکي-په-بلخ-کې-اورلګېدنې-زیات-مالي-زیانونه-اړولي

آوا
  https://www.avapress.com