دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود : 185248
چارواکي: په بلخ کې اورلګېدنې زیات مالي زیانونه اړولي
په بلخ کې چارواکي وايي چې د مزار شریف د غوربندي بازار په ثمر مارکېټ کې د اور لګېدو له امله دوکاندارانو ته ډېر مالي تاوان رسېدلی دی.
په غوربندي بازار کې پرون د مې په ۱۷مه ماسپښین اور ولګېد.
د بلخ د حوزه یي روغتون سرطبیب ډاکتر نور محمد فیض ویلي چې یوه ښځه او درې نارینه زخمیان شوي دي.
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې اور مړ شوی خو خلکو ته زیات تاوان اوښتی دی.
منیر فرهاد وایي:
"دا د بنجاره موادو د تجارانو مارکېټ و، هغوی به دقیقاً د ور رسېدلي مالي تاوان معلومات راکړي، خو موږ داسې اټکل کوو چې د یو ميلیون ډالرو په ارزښت تاوان رسېدلی دی."
فرهاد وویل چې د اورلګېدو علت نه دی معلوم خو دوی څېړنې کوي.
 
https://avapress.com/vdcdok0fjyt0jx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته