کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټاکل شوې چې نن د ولسي جرګې مشر وټاکل شي

ازادی رادیو , 28 ثور 1398 ساعت 10:23

ټاکل شوې چې نن د مې په اتلسمه د ولسي جرګې مشر وټاکل شي.


د ولسي جرګې غړي عرفان الله عرفان پرون ته وویل چې د سهار په نهو بجو به د دوو مخکښو کاندیدانو لپاره د رأیو صندقونه کېښودل شي.
دا انتخابات به د هغو دوو کاندیدانو ترمنځ کېږي چې پرون یې تر ټولو زیاتې رأیې ګټلې وې.
د عرفان الله عرفان په وینا، رحمان الله رحماني او کمال ناصر اصولي پرون تر نورو زیاتې رأیې ګټلې وې.
د افغانستان د ولسي جرګې ۱۷مه تقنیني دوره د اپرېل په ۲۶مه پیل شوه.
خو له دې امله چې د کابل او پکتیا د انتخاباتو پایلې نه وې څرګندې، د جرګې د اداري پلاوي د ټاکلو بهیر ځنډېدلی و.
 


د مطلب کود: 185249

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185249/ټاکل-شوې-چې-نن-د-ولسي-جرګې-مشر-وټاکل-شي

آوا
  https://www.avapress.com