ښاغلي خلیلزاد د مې پر ۲۸مه پخپلو تازه ټویټونو کې ویلي، چې سوله د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو مخه نشي نیولی.
خلیلزاد په افغانستان کې د امریکا د لومړیتوبونو په اړه دغه تازه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې داسې تبصرې کېدې چې امریکا د افغان سولې پر ځای ټاکنو ته لومړیتوب ورکوي.
هغه ویلي:"په دې وروستیو ورځو کې څو مبصرینو په افغانستان کې زموږ د لومړیتوبونو په اړه پوښتنې راولاړې کړي دي، د سولې یو بهیر چې پایله یې سیاسي هواری وي، لومړیتوب دی، افغانانو ته تر بل هرڅه سوله لومړیتوب لري."
- د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې
ښاغلي خلیلزاد همدارنګه زیاته کړه چې د سولې په اړه د روانو هڅو تر څنګ راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هم باید چمتووالي ونیول شي.
هغه ویلې، سولې ته لېوالتیا د شفافو ټاکنو په اړه د افغانانو د غوښتنې مخه نشي نیولی.
خلیلزاد ویلي:"د دې سره سره چې موږ د سولې لپاره چې افغانان یې مستحق دي هڅې کوو، باید د ټاکنو پلان هم پر مخ ولاړ شي."
نوموړی پر داسې مهال د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د چمتووالي غوښتنه کوي چې والسټریټ ژورنال ورځپاڼې مخکې د امریکايي مقاماتو له قوله ویلي و چې د امریکا حکومت پر دې غور کوي چې د سولې د روانو هڅو د بریالیتوب لپاره له افغان حکومت څخه د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ځنډېدو غوښتنه وکړي.
افغان حکومت هغه مهال ویلي و چې ولسمشریزې ټاکنې به پر خپل وخت تر سره شي.
ټاکل شوې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د روان ۱۳۹۸ کال د مېزان میاشتې پر ۶مه نېټه تر سره شي.
د یادونې ده چې تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې الیس ویلز هم له ولسمشر غني او د ټاکنو کمېسیون له کمېشنرانو سره د لیدنې پرمهال پر وخت وخت د شفافو ټاکانو پر تر سره کېدو ټینګار کړی و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)