د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغان ستونزې سیاسي حل د امریکا له لومړیتوبونو څخه دی.
خلیلزاد: سوله لومړیتوب دی، خو ټاکنو ته هم باید چمتووالی ونیول شي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 ثور 1398 ساعت 10:57
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغان ستونزې سیاسي حل د امریکا له لومړیتوبونو څخه دی.
ښاغلي خلیلزاد د مې پر ۲۸مه پخپلو تازه ټویټونو کې ویلي، چې سوله د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو مخه نشي نیولی.
خلیلزاد په افغانستان کې د امریکا د لومړیتوبونو په اړه دغه تازه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې داسې تبصرې کېدې چې امریکا د افغان سولې پر ځای ټاکنو ته لومړیتوب ورکوي.
هغه ویلي:"په دې وروستیو ورځو کې څو مبصرینو په افغانستان کې زموږ د لومړیتوبونو په اړه پوښتنې راولاړې کړي دي، د سولې یو بهیر چې پایله یې سیاسي هواری وي، لومړیتوب دی، افغانانو ته تر بل هرڅه سوله لومړیتوب لري."
د مطلب کود: 185254