دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 185269
زابل کې د افغان پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني ملیشو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې
د زابل محلي چارواکي وایي چې د زابل په شملزو ولسوالۍ کي د افغان سرحدي پوليسو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه پای ته رسېدلې او حالت عادي شوی.

د کندهار امنیه قومندان تادین خان وویل چې، وړمه ورځ طالبانو د پاکستاني ملیشو په همکارۍد افغان سرحدي پولیسو پر پوستو برید وکړ چې نښته پرون جمعه پای ته ورسېدله او حالت عادی شوی.
د تادین خان له قوله، پاکستاني ملېشو هڅه کوله د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه کې سيم خاردار ودروي خو د افغان پوله ساتو ځواکونو له لوري يې مخنيوی شوی او جګړه رامنځ ته شوې.
په دې جګړه کي څلور پاکستاني سرحدي ملېشې او شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل دي.
قومندان تادین خان وایي په نښتو کې افغان امنیتي ځواکونه ته زیان نه دی اوښتي.
د شلمزو ولسوالي څخه يوه سرچينه وايي، چي جګړه تېره شپه د پاکستاني ملېشو په غوښتنه درېدلې ده.
په پېښه کي د پاکستاني ملېشو په راکټي بريدونو کي دوه افغان ماشومان وژل شوی او تر لسو زيات ملکي کسان ټپيان دي.
خو د زابل والي رحمت الله يارمل وویل چې، د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کي طالبانو ته د مرګ ژوبلي د اوښتلو ترڅنګ ۵ پولیسو ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپیان دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3n9qyak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته