دغو کسانو خپل فراغت سندونه په یو لړ مراسمو کې چې د هوايي ځواک قومندان جنرا عبدالفهیم رامین او د کندهار د هوايي ځواک قومندان جنرال عبدالرازق شیرزي او نړیوالو همکارانو حضور درلود ترلاسه کړل.
د پرېکنده ملاتړ ماموریت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې ډېری دغه پیلوټان له دوه میاشتني روزنیزې دورې وروسته د ماموریت یو بلې دورې د روزنې لپاره کندهار ته استول شوي دي.
ډېری دغه پیلوټان د مي ۱۷ روسي چورلکو د تجربې مخینه لري او د امریکايي قراردادي روزونکو او د ناټو غړو هېوادونو تر څارنې او مشورې لاندې وو.
پرېکنده ملاتړ ماموریت وايي چې ناټو د ځواکمنې افغان هوايي ځواکونو رامنځته کېدو ته ژمن دی.
د ناټو په خبرپاڼه کې راغلي دي:«موږ له خپلو هېوادونو ساتنه کوو. افغانستان باید بیا د ترهګرو په امنپټن ځای بدل نه شي.»
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)