کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

میررحمان رحماني د ولسي جرګې د رییس په توګه غوره شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 ثور 1398 ساعت 15:04

د ولسي جرګې لنډمهاله رییس ښاغلي عطامحمد دهقانپور لخوا میر رحمان رحماني د ولسي جرګې د اووه لسم پړاو د رییس په توګه ګټونکی اعلام شو.


ښاغلي رحماني د ولسي جرګې د ریاست په دوه یم پړاو ټاکنو کې ۱۲۳ رایې خپلې کړې؛ خو د ولسي جرکې ځينو استازيو څرګنده کړې، چې په دې اړه ځينې ملاحظې شته دی.
د ولسي جرګې د اداري پلاوي لپاره ټاکنې د پنجشنبې پر ورځ( د غویی ۲۶ ) تر سره شوې؛ خو بې پایلې پای ته وریدې.
په لومړي پړاو ټاکنو کې عمر نصیر مجددي، کمال ناصر اصولي، میررحمان رحماني او میرویس یاسیني د ولسي جرګې ریاست ته ځانونه نوماند کړي وه؛ خو هیڅوک بریالی نشو، چې پنځوس جمع یو رای خپله کړي. په دې ټاکنو کې د میرولي رحماني او ښاغلي اصولي رایې له نورو ډېرې وې او د دوی تر منځ سیالي د شنبې تر ورځې وځنډول شوه.
د ولسي جرګې د ریاست لپاره دغو دوه نوماندانو هر یوه میررحمان رحمانی او کمال ناصر اصولی نن شنبه( د غویی ۲۸) سیالي پیل کړه او د جرګې لنډمهاله رییس، دغه مقام ته نوماند ښاغلی میررحمان رحماني د ۱۲۳ رایو په خپلولو ګټونکی اعلام کړ.
 


د مطلب کود: 185280

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185280/میررحمان-رحماني-د-ولسي-جرګې-رییس-په-توګه-غوره-شو

آوا
  https://www.avapress.com