دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 185285
ولسمشر غني: د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې پرمختګونه بسنه نه کوي
افغان ولسمشر وايي، که څه هم افغانستان د صنعت او سوداګرۍ په برخو کې پرمختګونه درلودل، خو بسنه نه کوي او باید په دې برخه کې زیات کارونه وشي.

د پانګې اچونې مدیریت افغاني کېدل، د کورنیو سلاکارانو په وسیله د صنعتي پالېسۍ چمتووالی او د پانګې اچونې په برخه کې پرمختګونه هغه څه دي چې افغان حکومت په تېرو څو کلونو کې درلودل.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ د صنعت اوونۍ د نمانځلو په مراسمو کې دغو پرمختګونو ته په ا شارې سره وویل، د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې باید لا زیات پرمختګونه وشي.
ده وویل: "نن ورځ په بېلابېلو برخو کې له فولادو نیولې، سیم تر چاپي وسایلو او مرغدارۍ په برخو کې او په سلګونو نورو ځایونو کې پانګونې د افغانستان برخلیک ته بدلون ورکړی، هغه موارد چې خصوصي سکټور یې وړاندیز کړی، ډېری یې حل شوي او یا د هواري په حال کې دي، خو دا ټول بسنه نه کوي، زه په رښتیا هم ویاړم چې نن ورځ په هېواد کې د صنعت ورځ په داسې شرایطو کې نمانځل کېږي چې زموږ صنعتکارانو لوی قدمونه اخیستي."

ولسمشر په همدې مراسمو کې له صنعت کارانو او سوداګرو وغوښتل چې خپلې ستونزې مشخصې کړي، څو د حل یوه لاره ورته ولټول شي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو په اساس، د سیمې ځینو هېوادونو ته د هوايي دهلېزونو افتتاح، د چابهار بندر له لارې بهرنیو هېوادونو ته د صادارتو د بهیر پيل، په بهر کې افغان سوداګریزو مالونو ته بازار موندنه، چین، قزاقستان، هند او ازبکستان هېوادونو ته د ټرانزیټي لارو رامنځته کېدل هغه پرمختګونه دي چې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې شوي دي.
خو یو شمېر صنعتکاران او سوداګر د دوی د کارونو پر وړاندې د خنډونو او ستونزو له امله شکایت کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، د برښنا او زېرمو د نشتون او پانګونې ته د زمینې د نه برابرولو له امله د کانونو په برخه کې شااوخوا ۲۰۰ فابریکې له فعالیته پاتې دي.
په عین حال کی د سوداګرۍ او کانونو د خونې په خبره، اوس مهال دوه سوو اتیا زره کسان د ټول هېواد په کچه په ۳۲۰۰ فابریکو کې په کار بوخت دي او ۳۵ سکټورونه ځان بسیاینې او نیمه بسیاینې ته رسېدلي دي.
د دې خونې مشر شېرباز کمین زاده له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د صنعت او پانکونې په برخه کې پرمختګونه کم رنګه دي.
نوموړي د صنعت کارانو او پانګوالو ستونزې داسې بیان کړې.
 
"لا هم په افغانستان کې له صنایعو د ملاتړ کومه پالیسي نه لرو، افغان صنعتکاران له قاچاق، د زېرمو او د کرېډت نشتون او په کافي اندازه د معیاري برښنا د نه لرلو له ستونزو سره مخ دي او دا ستونزې د دې لامل شوي، څرنګه چې افغان صنعتکاران پر مخ ولاړ شي او د خلکو توقع ترې ده، هغه شان مخته نه ځي."
خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر اجمل احمدي چې په دغې غوندې کې یې ګدون کړی و، وویل چې په هېواد کې د صنعت او سوداګرۍ وضعیت مخ په ښه کېدو دی او هڅې دا دي چې افغانستان له یوه وارداتي هېواده صادراتي ته واوړي.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د صادراتو کچه له ۶۰۰ ميلیونو یو میلیارد ډالرو ته په کابل کې رسېدلې او په راتلونکې کې به دا کچه لوړه شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevn8znjh8vwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته