د هلمند ولايتي شورا ریيس عطاالله افغان وايي، د نهرسراج په سيمه کي د پولیسو د شهرا د ٦٠١ کندک مسوولینو تېره شپه وسلوالو طالبانو ته کمين نيولى و، چې پر وسلوالو طالبانو بريد وکړي؛ خو بهرنيو هوايي ځواکونو پر امنيتي ځواکونو هوايي بريد تر سره کړ، چي په کي د دې شهرا د قومندان په ګډون ١٧ تنه وژل شوي او ١٤ تنه نورهم ټپيان دي.
په ورته وخت کي د والي وياند هم پېښه مني؛ خو وايي، چې د پېښې د څېړلو په موخه یو پلاوی ټاکل شوى دى.
د هلمند والي وياند عمر ځواک هم پېښه تائيدوي او وایي، چي پېښه د هوايي بريد له کبله را منځته شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې ډېر ژر به د پېښې په اړه حقیقت په ډاګه شي؛ خو وایي، چې په دې پېښه کي ٨ پوليس وژل شوي او ١٢ نور ټپي دي.
د کورنيو چارو وزارت مسوولينو هم دا پېښه تائيد کړې او څرګندوي، چې پېښه د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد له کبله رامنځته شوې او د څېړنو لپاره يې یو پلاوی هلمند ته ليږل شوى دى.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)