کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات ولایت اوبه ولسوالۍ کې یو چاودنه دوو ماشومانو په ګډون درې تنه وژلي

28 ثور 1398 ساعت 16:38

د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ په بازار کې نن سهار یوې چاودنې د دوو ماشومانو په شمول درې کسان وژلي او شل نور یې ټپیان کړي دي.



چارواکي وایي، په ټپیانو کې د اوبه ولسوال رحم الدین سرورزی او لس ماشومان شامل دي.
د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد رفیق الکوزي رسنیو ته وویل، چاودېدونکي موادو په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو.
الکوزي زیاته کړه:
"هغه وخت چې د اوبه ولسوال له کوره دفتر ته روان و، د سرکوچه په سیمه کې د ولسوال د موټر د رسېدو پر مهال موټرسایکل کې ايښودل شوي چاودېدونکي مواد وچول شول."
د دې چاودنې مسؤلیت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو ډېر کله وسله وال طالبان پر حکومتي چارواکو دا ډول بریدونه کوي.
د اوبه ولسوالي د هرات د مرکز په نږدې شل کیلومترۍ کې پرته او د دې ولایت یوه له نا امنو ولسوالیو څخه ده.
 


د مطلب کود: 185299

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185299/هرات-ولایت-اوبه-ولسوالۍ-کې-یو-چاودنه-دوو-ماشومانو-په-ګډون-درې-تنه-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com