دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 185331
غزني ولایت کې هوایی او توپچي بریدونو په ترڅ کې ۱۲ تنه طالب وسله وال وژل شوی
د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، غزني کې د دوو هوایي حملو او توپچي بریدونو په پایله کې ۱۲ طالب ترهګر وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د خبر پاڼې په حواله، د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري دوه هوایي حملې د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ تره سره شوې چې په پایله کې یې د مبارز د ګروپ د دوو ډلګۍ مشرانو په ګډون ۱۲ وسله وال ترهګر وژل شوي دي. په وژل شوو کې د ریحان او حکیم په نومونو د دغې ډلې دوه ډلګۍ مشران وژل شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي :” د ملي اردو ځواکونو د توپچي بریدونو په ترڅ کې د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ په ګولایي نظرخان سیمه کې ٤ تنه نور طالب ترهګر وژل شوي او ٧ تنه ټپیان شوي دي”.
 
https://avapress.com/vdcgwn9qqak97w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته