دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 185333
غزني کې د (۳) سرګروپانو په ګډون (۱۸) وسله وال طالبان ووژل شول
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزنی ولایت د ده یک او اندړو ولسوالیو په اړوندو کې د دریو هوایی بریدونو او یوه توپچي انداخت په پایله کې د دریو سرګروپانو په ګډون (۱۸) تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

په لومړي اقدام کې تیره ورځ شاوخوا (۱۱:۰۰) بجي افغان هوایې ځواکونو د ده یک ولسوالۍ په پایلوچ سیمه کې د طالبانو یوه څلور کسیزه ډله په نښه شوه او وروسته شاوخوا (۴:۰۰) بجي د همدي وژل شویو وسله والو پر انتقالوونکي موټر دوهم هوایې برید د یادي ولسوالۍ په ذاکر سیمه کې ترسره شو، چې د دواړو بریدونو په ترڅ کې د دریو سرګروپانو په ګډون (۸) تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په وژل شویو سرګروپانو کې حکیم د ده یک ولسوالۍ د سلیمانزو اوسیدونکی، ریحان د ده یک ولسوالۍ د سکو اوسیدونکی او طحی د پکتیا ولایت د زرمت اوسیدونکی شامل دي.
دغه راز تیره شپه د ده یک ولسوالۍ په کهنه ده سیمه کې د طالبانو پر یوه فولډر موټر هوایې برید کې شپاږ(۶) تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
بلخوا تیره ورځ د اندړو ولسوالۍ د نظر خان ګولایې کې د طالبانو پر یوي ډلي د توپچي برید کې څلور(۴) تنه وسله وال وژل شوي او اوه (۷) تنه ټپیان شوي دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipwazpt1avp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته