کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محمد عمر داوودزي د هند د نړیوالو چارو په شورا کې وینا وکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 ثور 1398 ساعت 13:13

ښاغلي داوودزي د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمه ایزو هېوادونو او په ځانګړې توګه د هندوستان هېواد له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان په سوله کې د سیمې هېوادونو همکارۍ او رول ته ډېره اړتیا ده.


د سولې په اړه د سیمه ایزې اجماع په چارو  کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس محمد عمر داوودزي په هند کې جمعه د روان ۱۳۹۸ لمریز لیږدیز کال د غوایي د میاشتې په ۲۸ مه د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت اړوند د هند د نړیوالو چارو په شورا کې د افغانستان د سولې په پروسې، امنیت، ولسواکۍ او د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې چې د یاد هېواد شنونکو، څېړونکو او خبریالانو ګډون درلود، د افغانستان د سولې په بهیر کې د وروستیو تغیراتو، د سولې مشروتي لویې جرګې په ارزښت او یو لړ مهمو لاسته راوړنو، د هېواد په امنیت او ثبات، ټاکنو، په افغانستان کې د ولسواکۍ د راتګ او د هغې تنظیم په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
ښاغلي داوودزي د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمه ایزو هېوادونو او په ځانګړې توګه د هندوستان هېواد له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان په سوله کې د سیمې هېوادونو همکارۍ او رول ته ډېره اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې سوله، په سیمه کې د سولې او ثبات په مانا دی او په کار ده چې د سولې لپاره سیمه ایزه او نړیواله اجماع لا پیاوړې شي او په خبره یې د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا لپاره به خپلې هلې ځلې لا ډېرې کړي.
د ناستې په پای کې یې د ګډونوالو لخوا د مطرح شویو سوالونو لپاره ځوابونه هم ارایه کړل.
د یادونې وړ ده چې د سولې لپاره د سیمه ایزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشاء ريیس د هند د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال کیشاو ګوکهالي سره هم وکتل او په ورته موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.


د مطلب کود: 185337

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185337/محمد-عمر-داوودزي-د-هند-نړیوالو-چارو-په-شورا-کې-وینا-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com