دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 185340
ډیو بتلر: که چیرې طالبان د سولې خبرې ونه مني، امریکایي ځواکونو جګړې ته دوام ورکوي
افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند دیو بتلر وایي، که چیرې طالبان د سولې خبرې ونه مني، امریکایي ځواکونه به د دغې ډلې پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

سره له دې چې هیواد کې د سولې ټینګښت لپاره هیله مندۍ زیاتې شوې خو افغانستان کې امریکایي پوځیان وایي چې طالبان جګړې ته دوام ورکوي او تل یې سولې ته نه ویلي.
دیو بتلر وویل چې امریکا د افغانستان خلک او حکومت طالبانو سره سولې ته چمتو ده خو دغه ډله پر جګړې ټینګار کوي.
نوموړي د ازادۍ رادیو سره په مرکه کې وویل: «طالبانو د سولې ردولو ته ادامه ورکړې، د افغانستان خلکو تل ویلي چې سوله غواړي، افغان امنیتي او د فاعي ځواکونه سوله غواړي او موږ هم پر سوله ټینګار کوو، خو طالبانو جګړې ته دوام ورکړی، موږ غواړو جګړه همدا نن ختمه او نه غواړو چې افغانان نور ووژل شي.»
دیو بتلر ټینګار وکړ، که چیرې طالبان د سولې خبرې ونه مني، امریکایي ځواکونه د دغې ډلې پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې دي چې، د طالبانو او امریکایي استازو افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسولو په موخه د سولې شپږ پړاو خبرې ترسره کړې.
همهاله طالبان وایي چې دوحه کې د دغې ډلې او امریکایي استازو ترمنځ د سولې خبرو اووم پړاو کې به د پخواني پړاو پر اجنډا خبرې وشي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgtn9qzak97w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته